چه دډوهل غږشي
یعقوب منګل یعقوب منګل

 

***

چه دډوهل غږشي٬ټول بدن مي بي اختیاره په لړزیدوشي

نیشه راباندي راشي٬پښي اولاسونه مي په ښوریدوشي

 

چــه دډوهـل غـــږشي٬ټـول ځـوانــان سـره ټولیــږي

قطارقطارشې په اتــڼ کي٬تــوري څڼي په رپــدوشي

 

چه دډوهـل غږشي٬ د خوشحالۍ ناري شي پــورتــه

د سندرو انعکاس٬ دغــروپه منځ کي په کړنګیدوشي

 

چه د ډوهـل غږشي٬ د ناوي زړه نه خـداي خـبر وي

د کلي پیغلي ترینه چاپیره٬ په ګډا او په خندیدوشــي

 

چه د ډوهل غږشي٬دټوپکوډزاهارشي هـري خواتــه

په واده کي خلک٬په نوبت دنښې ویشتوته په تیاریدوشي

 

چه دډوهل غږشي٬نښه رانسکوره غورځۍ شي دخلکو*

بیا ناوي د پلار له کوره٬ ورو ورو په جګیدوشـــي

 

چه دډوهل غږشي٬داڅومره ښکلي رواج اودستوردي

د ناوي په هرقدم کي اوښکي٬اوسلګۍ په اوریدوشي

 

چه دډوهل غږشي٬زوم دنوو کالیواولُنګۍ سره خوانۍ ویشي*

په مشرانواووروڅیوباندي٬دسمالونه اولُنګۍ په سرکیدوشي*

 

چه دډوهل غږشي٬مامااخیستي کابوخورځې ته ټیکرۍ کړي*

پلاراوموردُعاورکړي خپلي لورته٬ناوي پراوښ په سپریدوشي

 

چه د ډوهل غږشي٬یعقوب( منګل) به رابولمه اتڼ ته

د ډیري خوشحالۍ څخه٬ دپسرلي ګل غوندي په غوړیدوشي

 

03.04.2013

آلمان

غورځۍ:دډیري خوشحالۍ نه لوړآوازته وایي*

خوانۍ:ډیرو وچو میوو یوځاي کولوته وایي*

کابو:دناوي مامایوه اندازه پیسې دناوي له پلاره*

اخلي اوبیاماما دغه پیسي دټیکري په نوم بیرته

ناوي یعنی خپلي خورځي ته ورکوي

وروڅیو:واده ته راغلي خلک


April 5th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان